ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۹
ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د انصاف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د لمر او انصاف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه انصاف لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٦ منډو هدف وټاکه. لمر لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ١٤٠ منډې وکړې او د ٣٥ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٥ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې له درېيو لوبډلو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

هلمند؛ نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

. . .

BACK TO NEWS