ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۸
ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ګل کوچي د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو لومړی، عبدالمطلب دویم او عرفات درېیم مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS