ننګرهار؛ سپین غر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د سپین غر ولسوالۍ په چهل ګزي سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د یووالي او بیا رغونې په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د جبران او راشد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې جبران لوبډلې د ۰/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
ټاکل شوې چې دغه سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.
