ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شګي او سره رود ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې شګي لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو پهٔ توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ د ځوانانو د تشویق او د نظام د ملاتړ په موخه پیل شوي دي چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
