ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۲:۳۴
ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له درېیوو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د خراسان، افغان مبارز او مظلوم یار کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې افغان مبارز کلب په لسو بریاوو سره لومړی، خراسان کلب په اوو بریاوو دویم او مظلوم یار کلب په دریوو بریاوو سره درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د ټاکنیزو سیالیو ته د چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS