ننګرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د خوږياڼو ولسوالۍ په قيلقو سيمه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ چې موخه يې د ځوانانو ترمنځ يووالی دی، د پيل په لوبه کې لوخۍ لوبډلې خپلې سيالې خوران لوبډلې ته د ۲_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
یاده دې وي چې دا سيالۍ به يوه مياشت دوام وکړي.