ننګرهار؛ په دره نور ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په دره نور ولسوالۍ کې د نظام د ملاتړ او یوالي په موخه د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ jpl دولسم پړاو سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د قلعه شاهي او ستن سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پیل کې ستن سټار لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته ۱۲۱ منډې هدف کېښود، بل لوري ته قعله شاهي لوبډلې د درېیو لوبغاړو په زیان سره یاد هدف د لوبې په اتم اور کې پوره او بریا یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ په ګروپي شکل ترسره کېږي او ۲۵ ورځې دوام وکړي.
