ننګرهار؛ په سره رود ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې د ودان افغانستان په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د فتح اباد مرکزي او فتح اباد سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پیل کې فتح اباد لوبډلې توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې ۲۰۲ منډې هدف کېښود، بل لوري ته فتح اباد سټار لوبډلې د ۱۲ اورونو په لوبولو سره یوازې ۱۵۶ منډې جوړې کړې او په ۴۶ منډو یې سیالي بایلوده.