ننګرهار؛ په شیرزادو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۴:۱۴
ننګرهار؛ په شیرزادو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د سولې جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د کودخيل شاهانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د حاجي عتیق او کودخيل شاهانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، حاجي عتیق لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د کودخيل شاهانو لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ورستي اور کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره پور کړ او اتلولي يې د دوو ويکټو په توپير سره وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅولول و، چې دوې اوونۍ دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS