ننګرهار؛ په شېرزادو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه په شېرزادو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ دويم پړاو سیالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې دوې اونۍ به دوام وکړي، لومړۍ لوبه يې د حاجي عتیق او ګرخېل سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ګرخېل سټار لوبډلې وکړه او په ټاکليو ۸ اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په زيان سره سيالې لوبډلې ته ۱۰۳ منډې هدف کېښود.
د لوبې په دويمه پاڼۍ کې حاجي عتیق لوبډلې ياد هدف د لوبې په پنځم اور کې د دوو لوبغاړو په زیان پوره کړ او په اتو ویکټو يې بریا خپله کړه.