ننګرهار؛ په نازیان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۵:۵۶
ننګرهار؛ په نازیان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې سه‌شنبه، د لړم ۲۳ مه ، ۱۴۰۲ د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او شینوارو ولسوالۍ د سپورټ مدیریت په همغږۍ د نازیانو ولسوالۍ په شارجه لوبغالي کې د " علم رڼا ده " په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې. د دغو سیالیو د پیل لوبه د نازیان زلمي او نازیان ایلون سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړۍ توپوهنه نازیان ایلون سټار لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۵ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته ۱۶۴ منډې هد

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او شینوارو ولسوالۍ د سپورټ مدیریت په همغږۍ د نازیانو ولسوالۍ په شارجه لوبغالي کې د " علم رڼا ده " په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د نازیان زلمي او نازیان ایلون سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړۍ توپوهنه نازیان ایلون سټار لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۵ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته ۱۶۴ منډې هدف کېښود، بل لوري ته نازیان زلمي لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او سیالې لوبډلې ته یې په ۸۳ منډو ماتې ومنله.

دغه سیالۍ، چې پنځلس ورځې به دوام وکړي، نننۍ لوبه به پکې د نازیان ټایګر او نازیان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS