ننګرهار؛ په نازیان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او شینوارو ولسوالۍ د سپورټ مدیریت په همغږۍ د نازیانو ولسوالۍ په شارجه لوبغالي کې د " علم رڼا ده " په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د نازیان زلمي او نازیان ایلون سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړۍ توپوهنه نازیان ایلون سټار لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۵ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته ۱۶۴ منډې هدف کېښود، بل لوري ته نازیان زلمي لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او سیالې لوبډلې ته یې په ۸۳ منډو ماتې ومنله.
دغه سیالۍ، چې پنځلس ورځې به دوام وکړي، نننۍ لوبه به پکې د نازیان ټایګر او نازیان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.