ننګرهار؛ په پچیراګام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د کرکټ ټېپ بال فدراسیون له لوري د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ځوانانو د تشویق او سالمې روزنې په موخه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د بامخېلو تور غر او جاوېد افغان لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه تور غر لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې د ۴ ویکټو په زیان سره مقایلې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف ورکړ.
په مقابل کې د جاوید افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د درېوو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په ۹ اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.
دغه سیالۍ، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، راتلونکې لوبه به یې د صدام اتل او عبدالولي خدرخېل لوبډلو ترمنځ ترسره شي.