ننګرهار؛ په کامې ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو اتلولي عبدالرحیمزي لوبډلې وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
ننګرهار؛ په کامې ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو اتلولي عبدالرحیمزي لوبډلې وګټله

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې چې د لومړي ځل لپاره د اته لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې د عبدالرحیمزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبه د «غلام دستګیرعبدالرحیمزي او ګوشته والو» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د « ۲ – ۰» میدانونو په توپیر د غلام دستګیر عبدالرحیمزي لوبډلې په اتلولۍ او ګوشته والو لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېدې.

په یاده لوبه کې د کامې ولسوال مولوي محمد اجمل شګیوال، امنیه قومندان قاري صلاح الدین، د امنیت آمر رفیع الله شاهین، د امربالمعروف مدیرمولوي حکمت الله، د ورزش آمر منیرالدین خالد ، د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام "وزیروال" ، مخورو، ځوانانو او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

د یادو سیالیو موخه کامې ولسوالۍ کې د ورزش وده، د ځوانانو یووالی او هڅونه وه، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

په پای کې د مسوولینو له خوا ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS