ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري "د غوره امنیت" په نوم د پچیراګام ولسوالۍ لاندې صبر سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د لوخۍ او شاه زمان سلېمانخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د شاه زمان سلېمانخېلو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/. میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې په خپل نوم کړه.
هېره دې نه وي دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړې، چې راتلونکې لوبه به یې سبا ورځ د قیلغو منتخب او ملنګ ګلدره لوبډلو ترمنځ ترسره شې.