ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ١٩ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۲
ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ١٩ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت کامې ولسوالۍ کې د ١٩ دولتي ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د النصر او خدای دوست لېسو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د خدای دوست لېسې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکليو نهو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٧٩ منډو هدف وټاکه. د النصر لېسې لوبډلې یاد هدف د لوبې په درېيم اور کې ترلاسه کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او په ښوونځیو کې ورزش ته د ودې په موخه پیل شوې دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS