ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خاص کامې لوبډلې له خپل ۱۱۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۶۱ منډو په توپیر یې خپلې سیالې مسلم دوست لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
