ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۳۲
ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

دننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د کوټ مرکزي لوبډلې خپلې سيالې هندرانو اتحاد لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او د نظام څخه ملاتړ و، چې لس ورځي يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله دويمه لوبه د ايران سره ترسره کړه، چې لوبه ۲ - ۲ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۵
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قزل ایاق لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS