ننګرهار کې شاه محمد پهلوان ګڼ په زړه پوري نمایشونه نندارې وړاندي کړل

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۱:۱۷
ننګرهار کې شاه محمد پهلوان ګڼ په زړه پوري نمایشونه نندارې وړاندي کړل

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه او همغږۍ د استاد شاه محمد پهلوان له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې بېلابېل په زړه پوري نمایشونه نندارې ته وړاندې شول.

په دې نمایشونو کې شاه محمد لوګري د ویښتانو په وسیله د موټر کشکول، د موټر مخه ډب کول، پر مېخونو څملاستل او پر خېټه او سینه د ډبرو ماتول؛ نندارې ته وښودل، چې موخه يې د ځوانانو هڅول او د هغوی لپاره د سالمې تفریح برابرول یاد شوي.

په یادو نمایشونو کې د سره رود ولسوال، امنیه قومندان د ملکي او نظامي بېلابېلو ادارو مسوولانو او د شاه محمود پهلوان ګڼو مینه‌والو برخه اخیستي وه او ددې نمایشونو له کتلو یې خوښي څرګندوله.

د مراسمو په پای کې استاد شاه محمد پهلوان د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لورې په کپ او ستاینلیک هم ونازول شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS