ننگرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
=د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې تعميراتو لوبډلې خپلې سيالې کامې لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د لوبغاړو د هڅولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
