ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۱۰ - ۲۲:۱۱
ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خوږياڼو ولسوالۍ په حکيم اباد سيمه کې د تنکيو ځوانانو د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې اته ورځې مخکې پيل شوې وې د بازار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې بازار لوبډلې خپلې سيالې حکيم اباد لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS