ننگرهار؛ د شينوارو ايلون لوبډلې گډوالو ته د ښه راغلاست په نوم د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۹:۱۸
ننگرهار؛ د شينوارو ايلون لوبډلې گډوالو ته د ښه راغلاست په نوم د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ او د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د دې ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ گډوالو ته د ښه راغلاست په نوم د ټېب بال کرکټ سيالۍ د شينوارو ايلون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د شينوارو ايلون او ۲۹ مې شاهين لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې ۲۹ مې شاهين لوبډلې، خپلې سیالې لوبډلې ته په ټاکلو لسو اورونو کې ۸۷ منډو هدف کېښود، شينوارو ايلون لوبډلې ياد هدف تر لاسه کړ او د ۸ ویکټو په توپیر يې اتلولي خپله کړه.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS