ننگرهار؛ لعلپورې ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۳:۵۰
ننگرهار؛ لعلپورې ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د‌ ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د لعلپورې ولسوالۍ په چکنور اتحاد ورزشي لوبغالي کې د ۳۶ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ د لعلپورې ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د روداتو او لعلپورې ولسواليو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې لعلپورې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۳ مېدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه، د ځوانانو تر منځ يووالی او فکري رغونه وه. چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.

په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له خوا، لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۵
Background image

په کابل کې د ۱۷ کلنو فوټبال غوره ليګ سياليو د څلورمې اوونۍ پای

د دغو سياليو په لومړۍ او د ليګ په ۱۹مه لوبه کې سرسبز ياشلر لوبډلې خپلې سیالې خراسان فارياب لوبډلې ته د ۵ـ۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه او د ليګ په ۲۰ مه لوبه کې ارمان اف سي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۲
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته هم سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه ویتنام ته د ۱ - ٢ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه سیالي راتلونکې چهارشنبه( د زمري ١٤) د کابل پر. . .

BACK TO NEWS