ننگرهار؛ لوی راغه لوبډلې د مينې او يووالي اختر په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۸:۵۵
ننگرهار؛ لوی راغه لوبډلې د مينې او يووالي اختر په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت په همغږۍ د دور بابا ولسوالۍ په سرې پښتۍ لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د مينې او يووالي اختر په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د لوی راغه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د لوی راغه او سليماني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لوی راغه لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۸ منډو هدف کېښود، سليماني لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د درېيو منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغه سيالۍ، چې شاوخوا دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS