ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۲:۵۷
ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په همکارۍ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ له اوسني نظام څخه ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د چپرهار زلميو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د چپرهار زلميو او خوشکمبت اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چپرهار زلميو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې خوشکمبت اتلانو لوبډلې ۱۳۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير وبايلله.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۷
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۴
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له. . .

BACK TO NEWS