ننگرهار؛ په سپين غر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري په سپين غر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د پسرلي ښايستون په نامه د واليبال سيالۍ د قسيم پاچا لوبډلې په بريا پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې قسيم پاچا لوبډلې سيالې قيوم لوبډلې ته ۱/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.