ننگرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ کې د ۲۴ ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۴:۴۶
ننگرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ کې د ۲۴ ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مدیریت له لوري د شينوارو ولسوالۍ په شيتکو لوبغالي کې د ۲۴ ښوونځيو ترمنځ د تعليمي چاپيريال ساتنې او د‌ علم پرمختگ په موخه د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د کهي عالي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د کهي او الفتح عالي لېسو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې الفتح عالي لېسې لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې کهي عالي لېسې لوبډلې ياد هدف د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د درېيو ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.

د ويلو ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS