ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۳۱
ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ښېوې ولسوالۍ په برکاشکوټ سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د گوريک مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د گوريک مرکزي او کوز کاشکوټ لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه کوز کاشکوټ لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷۹ منډو هدف کېښود، په ځواب کې گوريک مرکزي لوبډلې ياد هدف ترلاسه کړ او لوبه يې د ۶ ویکټو په توپیر وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو ځواکونو په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موتر او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۰:۵۵
Background image

کندز کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې آزادې سیالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۸۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو پايله کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱۰
Background image

ارزګان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ارزګان پوهنتون د پنځو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د جلرېز وحدت لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS