ننگرهار ؛ په شينوارو ولسوالۍ کې د "آزاد افغانستان" په نوم د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې
د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ آمريت لۀ لورې او د شينوارو ولسوالۍ د سپورټي مدیریت په همغږۍ د ولسوالۍ په ګلاهي کلي د نواباد ځوانانو په لوبغالي کې د نظام په ملاتړ او د ځوانانو د يووالي په موخه د شلو لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ وړمه ورځ پېل شوې.
د سياليو د پېل په مراسمو کې د شينوارو ولسوالۍ سپورټ عمومي مدير جان آغا مظلوم يار ، قومي مشرانو، تجارانو او د کرکټ مینوالو برخه اخيستې وه.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د گلاهي اتفاق او شينوارو اتلانو تر منځ ترسره شوه، چې د لوبې پچه د شينوارو اتلانو لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ منډو هدف مقابلې لوبډلې ته ورکړل، گلاهي اتفاق لوبډلې ياد هدف په تعقيب کې ۱۲۴ منډې وکړې، چې په دې سره سيالۍ مساوي او سوپر اور ته ولاړه، په سوپر اور کې گلاهي اتفاق لوبډلې د ۱۵ منډو هدف شينوارو اتلانو لوبډلې ته ورکړ، چې شينوارو اتلانو لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او د۱۳ منډې يې تر لاسه کړې، چې سيالۍ د ۲ منډو په توپير د گلاهي اتفاق لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
هېره دې نۀ وي چې، د يادو سياليو دوېيمه لوبه به نن د نواباد ځوانانو بي او د نازيانو بازانو لوبډلو تر منځ ترسره شي، د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ په ۲۵ ورځې دوام وکړي.
