ننگرهار کې د ۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۲:۲۷
ننگرهار کې د ۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په شپږمې ناحيې جمنازيوم کې د ۱۵ کلبونو د ۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه د تکواندو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله ۲۴ تنه په ځوانانو او ۱۲ تنه په نويو ځوانانو گټکوريو کې د ننگرهار تکواندو منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

د يادولو وړ ده، چې په دغو سياليو کې زړور کلب ورزشکارانو د ۲۴ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، حضرت عمر کلب ورزشکارانو د ۱۷ امتيازونو په ترلاسه کولو دويم او اکبري کلب ورزشکارانو بيا د ۳ امتيازونو په ترلاسه کولو درېيم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرنګړه اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS