نورستان؛ مرکز پارون کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او روزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز پارون ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه واما او کانتیوا لوبډلو ترمنخ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کانتیوا لوبډلې په لسو اورونو کې ۱۰۵ مندې جوړې کړې او په ځواب کې یې واما لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.