نیمروز؛ د موی تای ولایتي لوبو څلورم پړاو سیالۍ وشوې
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او موی تای فدراسیون د ځايي استازولۍ له لوري د ولایت په کچه د موی تای سیالیو څلورم پړاو د هلمند او نیمروز ولایتونو د ۶۲ ورزشکارانو ترمنځ وشوې.
دغه سیالۍ، چې په تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو عمري ډلبندیو کې وشوې، نیمروز ولایت لومړی او هلمند ولایت پکې دویم مقام خپل کړ.
یاده دې وي، چې دا سیالۍ د هرات له زلزله ځپلو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په موخه وشوې.
