هرات؛ ادرسکن ولسوالۍ کې د والیبال څلور اړخېزه سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۹
هرات؛ ادرسکن ولسوالۍ کې د والیبال څلور اړخېزه سیالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د انصاري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې انصاري لوبډلې خپلې سیالې اتلان لوبډلې ته د ۳/۲ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول، د لوبغاړو روحیه پیاوړي کول او د غوره استعدادونو موندل و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۳۳
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې خپله درېیمه لوبه له روسیې سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنیټال جام سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له روسیې سره ۳ – ۳ مساوي کړه.

دغه سیالۍ کې اکبر کاظمي، رضا حسین پور او فرزاد محمودي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

افغان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۹
Background image

کابل کې د رزمي ورزشونو د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ او د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فایټ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۴
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۵ کیلو متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS