هرات؛ د افغانستان فوټبال اتلانو څلورم پړاو غوره ليگ د پنځمې اوونۍ په دوام دوې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۳۰ - ۱۹:۳۰
هرات؛ د افغانستان فوټبال اتلانو څلورم پړاو غوره ليگ د پنځمې اوونۍ په دوام دوې سیالۍ ترسره شوې

د افغانستان فوټبال اتلانو غوره لیگ څلورم پړاو سیالیو د پنځمې اوونۍ په دویمه ورځ دوې لوبې ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې خراسان فارياب لوبډلې سیالې خديم اف سی لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپير او په دویمه لوبه کې بيا عينو مېنې کندهار لوبډلې سیالې جوانان پيروزي لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړې او برياوې يې خپلې کړې.

د یادولو وړ ده، چې په دغو سیالیو کې ۱۲ غوره لوبډلې د افغانستان فوټبال اتلانو غوره لیگ د اتلولۍ گټلو او اسیایي لوبو ته د غوره لوبډلې موندلو لپاره له یو بل سره سیالۍ کوي.

هېره دې نه وي، چې په دغو سیالیو کې به ۶۶ لوبې ترسره شي او یوولس اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS