هرات؛ د لویدیځ زون کلبونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۴:۵۶
هرات؛ د لویدیځ زون کلبونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هېواد فوټبال اتلانو لیګ ته لارموندې لپاره د جنوب غرب زون فوټبال کلپونو ترمنځ سیالۍ پرون شنبه د هرات ولایت په کوربه توب پای ته ورسیدې.

ددې سیالیو د پای په مراسمو کې د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون مشر ډاکترشاه رسول احراري، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس محترم مولانا نعیم الحق حقانی، د هرات د ورزش ریاست مشر مولوي ګلاب الدین خپلواک او د هرات ولایت ګڼ شمېر مخکښو ورزشکارانو پکې ګډون کړی ۇ.

دغه سیالۍ چې د هرات، فراه نیمروز، غور او بادغیس ولایتونو د استازیو شتون کې وشوې، د هرات اټک انرژي کلپ د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د سیالیو پیاوړیو لوبغاړو ته انفرادي ډالۍ ورکړل شوې او همدارنګه حمیدالله کریمي او فیصل حمیدي، جواد الکوزی له اټک انرژي کلب څخه د غوره ګول وهونکي، غوره ګول ساتونکي او غوره لوبغاړي په په توګه وپېژندل شول او سعید بلچ د نیمروز له ابو مسلم کلپ څخه د نوي استعداد په توګه ونومول شو

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نړيوالو سياليو کې، چې د برازيل په هېواد کې به ترسره. . .

BACK TO NEWS