هرات کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ نهه پنځوسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له ښار او ولسوالیو د ۱۵ کلبونو د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کي وان کیک بوکسینګ سبک نهه پنځوسم پړاو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د تک فایټ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې ۴۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د کي وان کیک بوکسینګ سبک ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.