هرات کې د ۹۲ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د W.T.F تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۹۲ ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې او په بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۴۲ ورزشکاران د ځوانانو له کټګورۍ او ۳۲ ورزشکاران د نویو ځوانانو له کټګورۍ د هرات ولایت د تکواندو منتخبو لوبډلو ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د تکواندو ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.