هلمند، په ناوه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱۱
هلمند، په ناوه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یادې ولسوالۍ په دښت سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د ناصري ستورو او ناصري اتحاد لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه ناصري اتحاد‌ لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کی یې سیالې لوبډلې ته ۱۸۲ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ناصري ستورو لوبډلې ۱۳۲ منډې وکړې او په ۵۰ منډو يې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS