هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شاهین اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۴۳
هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شاهین اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت د باباجي ولسوالۍ په رود ورزشي لوبغالي د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ۱۲ اوریزه سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د غوث او شاهین اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې شاهین اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې غوث لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۱۴۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۶۰ منډو په توپیر شاهین اتلانو لوبډلې ته وبایلله.

يادې سیالۍ د ټېپ بال کرېکټ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS