هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۹:۲۳
هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شمشاد او میوند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شمشاد لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سياليو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

يادې سیالۍ د ځوانانو د سالم مصروفیت په موخه پیل شوي دي، چې په ناک اوټ شکل ترسره کېږي او چې دوې اونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۳
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک👇

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

 

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۷
Background image

پکتيا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فډراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په دولتزيو سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ "ولس او حکومت يو دی" په نوم د فوټبال سيالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بړو انصاف. . .

BACK TO NEWS