هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۹:۲۳
هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې یوه نیمه میاشت مخکې پیل شوې وې، د خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د خراسان او بست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې خراسان لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو غوره لوبغاړی نجیب الله خاکسار او غوره ګول وهونکی حکمت الله ونومول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۳۶
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د بايسکل ځغلونې ملي ټاکنيزې سيالۍ د ۲۵ بايسکل ځغلونکو پر ټاکلو پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د هېواد له ۱۴ ولايتونو څخه د ۵۵ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د سرکوي( جاده يي) سبک ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې درې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۱۸
Background image

بلخ؛ نهر شاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS