هلمند؛ د لښکر ګاه فوټسال سیالیو اتلولي قیس غني لوبډلې خپله کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۲۱:۲
هلمند؛ د لښکر ګاه فوټسال سیالیو اتلولي قیس غني لوبډلې خپله کړه

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالیو اتلولي، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ، قیس غني لوبډلې خپله کړه.

دغه سیالۍ، چې د مرکز لښکرګاه په مرکزي جمنازیوم کې ترسره شوې، پایلوبه یې د قیس غني او ودان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې قیس غني لوبډلې خپلې سیالې ودان لوبډلې ته د ۸-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ په تګ راتګ شکل ترسره شوې او په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS