هلمند؛ د کرکټ ټېپ بال رمضان جام سیالیو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۹:۵
هلمند؛ د کرکټ ټېپ بال رمضان جام سیالیو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې

دغه سیالۍ چې د یاد ولایت د ورزشي امریت له لوري، د روژې میاشتې له لومړیو راپدېخوا پیل شوې په داوم یې نن درې سیالۍ ترسره شوې.

په لومړۍ سیالۍ کې آزاد کرکټ لوبډلې سیون سټار لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه او بریا یې ترلاسه کړه، د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی خان ریحان و، چې په ۲۰ توپونو یې ۴۵ چټکې منډې جوړې کړې.

په دویمه سیالۍ کې الماس لوبډلې وطن لوبډلې ته په آتو ویکټو ماتې وړکړه او په زړه پورې بریا یې ترلاسه کړه، د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی طیب جان و، چې په یوه اور کې یې د پنځو منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې درې قېمتي ویکټې له مخې لرې کړې.

همداراز درېیمه سیالي د نوري او اسحاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پایله کې نوري لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په ۱۱ویکټو ماتې ورکړه او یوه په زړه پورې بریا یې ترلاسه کړه، د نوموړې سیالۍ غوره لوبغاړی عبدالحق و، چې په دوو اورونو کې یې د څلورو منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې درې قېمتي ویکټې د خپلې لوبډلې په ګټه له میدان څخه بهر کړې.

باید یادونه وشي چې دغه سیالۍ د روژې مبارکې میاشتې له لومړیو راپدېخوا په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې پیل، او د روژې مبارکې میاشتې تر وروستیو پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

ننګرهار؛ مومند دره ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باسول ګلستان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۹
Background image

بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

غزني کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونګ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د استعداد موندنې جام په نوم د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS