هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت لهړلوري د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د نورزاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې نورزاد لوبډلې د ٣ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې نويو یارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځږانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٣٣ ورځې یې دوام وکړ.
