هلمند؛ لمر لوبډلې د ګرمسېر ولسوالۍ د فوټبال حذفي جام سیالیو اتلولي خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۲۰:۳۷
هلمند؛ لمر لوبډلې د ګرمسېر ولسوالۍ د فوټبال حذفي جام سیالیو اتلولي خپله کړه

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري په ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال ناک اوټ يا حذفي سيالۍ، چې دوې اوونۍ وړاندې د ١٤ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې د لمر لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د لمر لوبډلې انوري لوبډلې ته د ٤-٢ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ، چې د ګرمسېر ولسوالۍ د امیر بلند اغا په فوټبالي حوزه کې ترسره شوې سیال افغان، لغمان شاهي، اتحاد، انوري، حبیبي، اریانا، افغان، خوشحال، لمر، العرب، وفا، رضوان، اقبال او نوي ځوانانو لوبډلې پکې ولوبېدلې.

يادې سیالۍ، چې د ځوانانو تر منځ اتحاد، اتفاق او ورزش ته د هغوى د هڅولو په موخه پیل شوې وې، په پايله کې يې سيف الدین د غوره لوبغاړي، محمد نادر د غوره ګول وهونکي او ميرويس د غوره ګول ساتونکي جايزې تر لاسه کړلې.

په پاى کې د لومړي او دويم مقام ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته جايزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS