هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سیالۍ پیل شوې، چې دوې شپې به دوام وکړي.
د یادو سیاليو په لومړۍ لوبه کې امید ځوانانو لوبډلې له خپل ۸۸ منډو هدف څخه دفاع وکړه او ۱۳ منډو په توپیر یې خپلې سیالې شاکر خاني لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
