هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۲۶
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ستوري او ناوه اصغر افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ستوري لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٨٧ منډو هدف وټاکه. ناوه اصغر افغان لوبډلې د هدف په تعقیب کې ١٧٢ منډې وکړې او د ١٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۷
Background image

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيا سياليو قهرماني وګټله

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډلې د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو پايلوبه کې ايران ته د ۲ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دغو سياليو قهرماني وګټله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۵
Background image

کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د جمناسټیک ملي فدراسيون له لوري د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۲۰ کلبونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالی د خان زاخېل لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS