هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د نویو ځوانانو او پښتون زلميانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه نویو ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٤ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٢٣٠ منډو هدف وټاکه. پښتون زلميانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١٧١ منډې وکړې او د ٥٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۲:۱۳
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز شبرغان ښار په بخدي چمن کې د ۴۰ جوړو ترمنځ د کورش اوونيزې سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د سرپل مرکز کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

هرات؛ رباط سنګي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS