هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې نوي فولاد لوبډلې د ۴ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې ذهین یارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
