هلمند؛ مرکز لښکرګاه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۰:۱۶
هلمند؛ مرکز لښکرګاه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د فولاد صنعتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت د مرکز لښکرګاه په مرکزي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې هارون پوپل لوبډلې خپلې سیالې نوي عمري لوبډلې د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

يادې سیالۍ په دوو ګروپونو کې ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۶
Background image

په ننګرهار کې د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې دوه ورځې يې دوام وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۹
Background image

ریاض؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د سعودي عربستان د ورزش له وزیر سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د سعودي عربستان د ورزش له وزیر امیر عبدالعزیز بن ترکي الفیصل سره ولیدل.

په دې لیدنه. . .

BACK TO NEWS